منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.و
۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هرات

۵۲۳ راپورونه

راپورونه

هرات کې د هنري اثارو د پلور بازار کمرنګه کېدو هنرمندان اندېښمن کړي

هرات کې یو شمېر انځورګران او میناتوران وايي چې اثارو ته یې د پلور مناسب بازار نشتوالي د دوی پر اقتصادي وضعیت سخت اغېز کړی؛ ځینې ګالرۍ یې تړل شوې او یو شمېر هنرمندان د خپلو هنري فعالیتونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

هرات کې د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفاده؛ د دغه ولایت اوبیزو سرچینو ته جدي ګواښ

د ورښتونو له کمېدو او په هرات کې د ځمکې د سر اوبو کچې له ټیټېدو سره هم‌مهاله، په دغه ولایت کې بزګران د خپلو کروندو خړوبولو لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله د ځمکې لاندې له اوبو استفادې ته مخ کړې ده؛ هغه چاره چې په راتلونکي کې د اوبو د کمښت ناورین رامنځته کېدو په اړه یې اندېښنې پیدا کړې دي.

هرات کې د رسنیو ځینو کارکوونکو د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره یوټیوب چینلونو جوړولو ته مخه کړې

هرات کې د رسنیو یو شمېر کارکوونکو او خبریالانو چې په وروستیو څو کلونو کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او یا یې معاشونه کم شوي، اوس یې یوټیوب کې چینل جوړولو ته مخه کړې او له همدې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د هرات محبس کې لسګونه بندیانو د مهارتونو زده کولو له لارې راتلونکي ته نوې هیلې پیدا کړې

د هرات په مرکزي زندان کې چې تر ډېره فکر کېږي یوازې د «محرومیت» او «حبس» ځای به وي، اوسمهال لسګونه بندیان نه یوازې په فني او حرفه‌یي پروګرامونو کې زده‌کړې کوي، بلکې د کار کولو له لارې عاید هم ترلاسه کوي.

هرات کې داخلي بې‌ځایه شوي له بېکارۍ او بېوزلۍ کړېږي

د هرات په شیدايي ښارګوټي کې د داخلي بې‌ځایه شوو لپاره که څه هم جګړه پای ته رسېدلې، خو د وچکالیو او بې‌کارۍ له امله لا هم له خپلو سیمو لرې پاتې دي؛ دغه کورنۍ د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي او شپې او ورځې یې د ډوډۍ پیدا کولو او نامعلوم راتلونکي په اړه په اندېښنو تېرېږي.

هرات کې یوې ښځې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې سلګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

اریانا رحماني هغه مېرمن چې د زعفرانو د پروسس برخه کې یې روزنه لیدلې، وايي چې هرات کې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې توانېدلې چې د ځان‌بسیاینې سربېره څه باندې ۶۰۰ نورو ښځو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

غړي

د هرات والي: پانګه‌والو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې، د هغوی او سیمه‌ییزې ادارې ترمنځ هيڅ واسطه نشته

د هرات والي په دغه ولایت کې یوې اقتصادي ناسته کې پانګه‌والو ته د ځانګړو اسانتیاوو هل رامنځته کېدو خبر ورکړی او وایي چې هر پانګه‌وال له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې کولای شي مستقیم د ولایت مقام ته مراجعه وکړي.

غړي

هرات کې د «نسیم مهر» خطاطۍ ‎‎نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د اسلامي او اصیل خط د هنر ژوندي ساتلو په موخه نن دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د هرات د خطاطانو ټولنې په کوربه‌توب د «نسیم مهر» په نوم څلور ورځنی ننداتون پرانیستل شو.

نور راپورونه