هرات (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د تالاسمي ناروغۍ (د ماشومانو د وینې سرطان) درملنې لومړنی روغتون د هېواد په کچه په هرات کې پرانیستل شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د دغه روغتیایي مرکز په پرانیستغونډه کې وویل چې دا وزارت هڅه کوي څو دغه روغتون ژر تجهیز او د هغه د اړتیا وړ تشکیلات منظور کړي.
هغه د درملنې دغه مرکز مهم وباله او هيله یې وښوده چې تالاسمي روغتون د طبي مجربو کادرونو په درلودو سره ناروغانو ته اغېزناک خدمات وړاندې کړي او د لا تجهیز سره یې بهر ته د درملنې په موخه د هېوادوالو سفرونه کم کړي.
هغه وویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي څو هېواد کې دننه د درملنې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال، د هرات والي مولانا نور احمد اسلامجار د دغه روغتون په جوړولو سره له خصوصي سکټور مننه وکړه او ویې ویل چې دا روغتون محرومو ماشومانو ته جوړ شوی او د فعالیت په پیل سره به د وینې پر سرطان د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د بستر د کمښت سونزه حل شي.
نوموړي د هرات د حوزوي او نسایي ولادي روغتون پر تجهیزاتو او د تشکیلاتو پر ډېرېدو ټينګار وکړ او د حوزوي روغتون لپاره د نوې ودانۍ جوړولو برخه کې د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه چې د هغه په خبره، د دغه روغتون لپاره ۳۰۰ جریبه ځمکه په نظر کې نیول شوې ده.
بلخوا، د تالاسمي روغتون د جوړولو یوه مسوول محمدیونس قاضيزاده هیله وښوده چې دا مرکز دې ژر په بشپړ ډول تجهیز او د خدماتو وړاندې کولو ته چمتو شي.
د یادونې ده چې دا روغتون په عصري بڼه د ۱۰۰ بسترونو په درلودو سره په څلورو پوړونو کې د هرات د یو شمېر مخیرو او سوداګرو له خوا جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP