Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفاده؛ د دغه ولایت اوبیزو سرچینو ته جدي ګواښ

هرات (پژواک،۱۴ غویی ۱۴۰۴): د ورښتونو له کمېدو او په هرات کې د ځمکې د سر اوبو کچې له ټیټېدو سره هم‌مهاله، په دغه ولایت کې بزګران د خپلو کروندو خړوبولو لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله د ځمکې لاندې له اوبو استفادې ته مخ کړې ده؛ هغه چاره چې په راتلونکي کې د اوبو د کمښت ناورین رامنځته کېدو په اړه یې اندېښنې پیدا کړې دي.

هرات کې یو شمېر کروندګرو د پژواک اژانس له خبریال سره خبرو کې ویلي چې د ځمکې د سر اوبو کمېدو اړ کړي څو د خپلو کروندو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې له اوبو استفاده وکړي.

د هرات د انجیل ولسوالۍ د سرای‌نوی کلي یوه بزګر حمیدالله وویل: «ان په ژمي کې د اوبو له کمښت سره مخ وو، د سولر له نصبولو وروسته مو خپلې ونې او باغونه د څاه پر اوبو خړوبول، په تېر یوه کال کې یوازې زموږ په کلي کې ۱۵ نوې ژورې څاګانې کیندل شوې دي.»

د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ یو بزګر عزیزالله وايي، د اوبو د کمښت په وخت کې ان د ځمکې لاندې اوبه خلک پېري او پلوري چې له امله یې خلکو په ولسوالیو کې د نورو څاګانو کیندلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې مخکې به د اوبو د کمښت له امله یوازې د کال په یوه فصل کې کښتونه کېدل، خو اوس چې د سولر په وسیله اوبه برابرې شوې، دوه فصله کښت کېږي.

هغه یادونه وکړه چې د دوی د کلي له څاګانو د ورځې د درېیو چینو په اندازه اوبه را ایستل کېږي، خو بیا هم ځینې ورځې د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

په همدې حال کې، د هرات یو شمېر اوسېدونکي د دغه وضعیت له امله اندېښمن دي او له حکومته د اوبو پر استفادې د مدیریت او څاګانو کیندلو پر لړۍ د څارنې غوښتنه کوي.

د هرات د دویمې ناحیې اوسېدونکی محمدکبیر وايي چې بزګران باید د اوبو په استفاده کې پام وکړي؛ ځکه د کروندګرو له لوری د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفاده په دغه ولایت کې د اوبو زېرمو ته زیان رسوي.

د هرات ښار بل اوسېدونکی سیدبصیر خبرداری ورکوي چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د نورو ژورو څاګانو کیندلو له امله ډېری پخوانۍ څاګانې وچې شوې دي.

هغه زیاتوي: «یو شمېر خلک راتلونکي ته پاملرنه نه کوي، له حده ډېرې اوبه راوباسي، که دا لړۍ همداسې دوام پیدا کړي، په نږدې راتلونکي کې به د اوبو د کمښت له سخت ناورین سره مخ شو.»

بلخوا، د چاپېریال‌ساتنې برخې یوه کارپوه حامد الهام وايي، له سولرونو په ناسمه توګه پرته له وقفې د اوبو را ایستلو لپاره کار اخیستل کېږي؛ په داسې حال کې چې اصلي موخه یې د روښنایي او برېښنا تامین دی.

د هغه په خبره، د سولر سیسټم له لارې له سهاره تر ماښامه د اوبو په بې‌درېغه را ایستل د اوبو سرچینو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړوي.

د هرات د کرنې ریاست مسوولین هم د دغه وضعیت د پایلو په اړه خبرداری ورکوي

د هرات د کرنې ریاست د څېړنیز فارم مدیر عبدالناصر نعیمي څرګنده کړه چې که دا لړۍ همداسې روانه وي نو په راتلونکو کلونو کې به ان د څښاک اوبه هم په اسانه پیدا نه شي، څاګانې ډېرې ژورې شوې او راتلونکی نسل به د اوبو له لوی ناورین سره مخ شي.

د هغه په خبره، هرات په روان کال کې ۲۵۰ ملي‌متره ورښت ته اړتیا درلوده؛ اوسمهال یوازې ۱۴۰ ملي‌متره ورښت شوی چې د ورښت دغه کموالي د لا ډېرې وچکالۍ په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

نوموړی له ځمکوالو غواړي چې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره باید د کرنې برخه کې د ځمکې لاندې اوبو او د سولري سیسټمونو له کارولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې بزګران د سولرونو په وسیله په پراخه کچه د ځمکې لاندې اوبه راباسي او خپلې ځمکې په کال کې څو ځلې کري؛ دا داسې اقدام دی چې د دغه ولایت اوبیزې سرچینې یې سخت له ګواښ سره مخ کړې دي.

د هرات ولایت مقام: یادې ستونزې ته د حل‌لارې موندلو لپاره ځینې پلانونه په پام کې لري

د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعید وايي، د ځمکې لاندې اوبو ټیټېدو مخنیوي لپاره یې هر اړخیزې هڅې کړې، د پاشان بند چې اوس یې چارې په وروستي پړاو کې دي، د ځمکې لاندې پر سرچینو د فشار کمولو لپاره اغېزناکه ثابتېدای شي.

هغه زیاته کړه: «د ولسوالۍ په کچه چې کوم چک‌ډیمونه جوړ شوي او تېر ژمي کې یې اوبه ذخیره کړې، هم په دې برخه کې فعال او اغېزناک رول لري، دغه‌راز ځايي اداره د کرنې په عصري کولو او د اوبولګولو قطره‌یي سیسټم برخه کې هڅه کوي چې په ټوله کې دغه هڅې کولای شي د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په مخنیوي کې مهم رول ولري.»

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری: هيڅوک نه شي کولای پر خپل ژورې څاګانې وکني

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت د ځمکې لاندې له اوبو د استفاده لپاره یوه کړنلاره جوړه کړې او له مخې یې په ټول هېواد کې وطنوال کولای شي ژورې څاګانې وکني او د ځمکې لاندې له اوبو استفاده وکړي.

هغه زیاته کړه، که خلک په ناقانونه او خپل‌سري توګه د لمریزو څاګانو کیندلو ته مخه کړې او یا د ځمکې لاندې له اوبو له حده ډېره ګټه واخلي، نور هېوادوال کولای شي د اوبو او انرژۍ وزارت یا په ولایتونو کې د دغه وزارت ریاستونو ته مراجعه وکړي څو د ورته ناقانونه اقداماتو مخه ونیول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وايي چې د اوبو له سرچینو له حده د ډېرې استفادې مخنیوی د اوبو او انرژۍ وزارت له لومړيتوبونو څخه دی او د یاد طرزالعمل له مخې، هر څوک وغواړي ژوره څاه وکني، باید د دغه وزارت اجازه‌لیک ترلاسه کړي.

سره له دې چې د ځمکې لاندې اوبو د رایستلو لپاره د سولري سیسټومونه کارول د دې لامل شوي چې د وچکالۍ په سختو شرایطو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي، خو د چارو شنونکي پر دې باور دي چې که دا لړۍ بې‌پروګرامه او بې‌مدیریته دوام ومومي، ښايي په راتلونکي کې د هرات د اوبو سرچینو لپاره لویې ننګونې رامنځته کړي.

د هغوی په وینا، اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول په ګډه له کروندګره نیولې تر حکومتي بنسټونو یو بل ته لاس ورکړي او د اوبو له ارزښت او اهمیته په مشترک درک سره داسې لارې چارې ولټوي چې هم کرنه زیانمنه نه‌شي او دوام ومومي او هم د راتلونکو نسلونو لپاره د اوبو سرچینې وساتل شي. مسوولانه مدیریت، عامه پوهاوی او د اوبولګولو عصري لارو چارو کارول کولای شي د حل لارې یوه برخه وي څو د نن او راتلونکي اړتیا ترمنځ تعادل وساتل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.