Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز سره د بلخاب ولسوالۍ لار په «قم کوتل» سیمه کې تړل شوې ده.
د لوګر حکومتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ لاره چې د سختو ورښتونو او واورې ښویېدنې له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې نن او راتلونکو دوو ورځو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې د درنې واورې ورېدو او سخت توپان له امله له ګاونډو ولایتونو او اووهګونو ولسوالیو سره د دغه ولایت مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د لوګر د ټولګټو ریاست وایي چې د کابل – ګردېز لویه لار د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند د تېرې کوتل ساحه کې د واورې ورېدو له امله تړل شوې ده.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې نن د کب لومړۍ نېټه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو احتمال شتون لري.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بامیان او دایکنډي کې د درنې وراورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغو ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
ځایي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سختې واورې له امله د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې وتړل شوې.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو سره د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د واورې ورېدو او توپان له امله پنځه کسان مړه شوي، له ۲۳۰۰ زياتې الوتنې لغوه او شاوخوا نهه زره نورې ځنډول شوې دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP