پلعلم (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د لوګر حکومتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ لاره چې د سختو ورښتونو او واورې ښویېدنې له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د لوګر د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د پلعلم – ازرې ولسوالۍ لویه لار د ټولګټو ریاست د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ د خلکو پر مخ پرانيسته.
هغه زیاته کړه چې له تېرې اونۍ راهیسې دغه لار د ډېرې واورې ورېدو له امله د خلکو او ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، مرکز پلعلم ته د ازرې ولسوالۍ غځېدلې لار ځکه په ځنډ پرانيستل شوه چې واوره ډېره وه او سړک هم خام دی.
دغه راز، د لوګر د ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي پژواک ته وویل چې د ازرې – پلعلم لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې خو د پلعلم – خروار ولسوالۍ لار اوس هم په التمور سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
دغه راز، د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وویل، له یوې اونۍ راهیسې یې د ولسوالۍ لویه لار له مرکز پلعلم سره تړل شوې او خلک یې له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې خروار ولسوالۍ ته غځېدلې لار دې ژر د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
د یادونې، په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډېره واوره شوې چې له امله یې د یو شمېر ولسوالیو لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP