Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
د افغانستان هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د شدید باران او واورې ورېدو د اټکل خبر ورکړی دی.
د غزني کروندګر او د کرنې ریاست وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په هوارو ولسوالیو کې تر نیم متر او په غرنیو سیمو کې تر یو متر پورې واوره ورېدلې چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه یې د راتلونکي کال سمسورتیا ته د دوی هیلې غوړولې دي.
د واورې ورېدو له امله د غور – کابل لویهلار د مسافرو پر مخ تړل شوې، خو مسوولین وايي چې د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د کابل – غور او غور – هرات لویېلارې او د غور د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي.
د نورستان چارواکي او خلک وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د واورې ورېدو له امله نه یوازې تر ۲۰۰۰ ډېر څاروي مړه شوي، بلکې د ځینو کلیو لارې هم بندې شوې چې خلک په کې بند پاتې دي.
د غور سیمه ییز مسوولین وايي، د واورې ورېدو او توپان له امله د غور- هرات او غور- کابل لویو لارو په ګډون د دغه ولایت د ولسوالیو ټولې لارې تېره شپه د مسافرو او خلکو پر مخ تړل شوې دي.
د بغلان د ټولګټو رياست مسوولین وايي چې د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسواليو لويه لار چې د وروستيو واورو له امله تړل شوې وه، بېګا د ټرافيکو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.
د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د واورې اورېدو او توپان له امله د ټېلري موټر پر مخ تړل شوې ده.
د بامیان سیمه ییز چارواکي وايي چې د غور- دایکنډي او دایکنډي- کابل لویه لار د ډېرې واورې له امله تړل شوې او زیاتوي چې د بامیانو ـ کابل پر لویه د تېلو ټانکر موټر چپه کېدو پېښه کې یوه کس مړ شوی دی.
چاریکار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لار چې مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، نن سهار له دواړو لورو د واورې اورېدو له
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن