Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان کې د واورې اورېدو او واورې ښویېدنې له امله د دغه ولایت له مرکز فیضاباد سره د دروازها پنځو ولسوالیو لارې له پرون راهیسې د شکي ولسوالۍ په «ده خواه» سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته ځینې غځېدلې لارې چې د واورې ورېدو له امله تړل شوې، ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
د افغانستان هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د شدید باران او واورې ورېدو د اټکل خبر ورکړی دی.
د غزني کروندګر او د کرنې ریاست وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په هوارو ولسوالیو کې تر نیم متر او په غرنیو سیمو کې تر یو متر پورې واوره ورېدلې چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه یې د راتلونکي کال سمسورتیا ته د دوی هیلې غوړولې دي.
د واورې ورېدو له امله د غور – کابل لویهلار د مسافرو پر مخ تړل شوې، خو مسوولین وايي چې د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د کابل – غور او غور – هرات لویېلارې او د غور د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي.
د نورستان چارواکي او خلک وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د واورې ورېدو له امله نه یوازې تر ۲۰۰۰ ډېر څاروي مړه شوي، بلکې د ځینو کلیو لارې هم بندې شوې چې خلک په کې بند پاتې دي.
د غور سیمه ییز مسوولین وايي، د واورې ورېدو او توپان له امله د غور- هرات او غور- کابل لویو لارو په ګډون د دغه ولایت د ولسوالیو ټولې لارې تېره شپه د مسافرو او خلکو پر مخ تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP