منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

واورې

۴۲ راپورونه

راپورونه

غړي

د بدخشان د دروازها پنځو ولسوالیو لارې وتړل شوې

بدخشان کې د واورې اورېدو او واورې ښویېدنې له امله د دغه ولایت له مرکز فیض‌اباد سره د دروازها پنځو ولسوالیو لارې له پرون راهیسې د شکي ولسوالۍ په «ده خواه» سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

غزني کې سږنۍ واورې کروندګر د حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌من کړي دي

د غزني کروندګر او د کرنې ریاست وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په هوارو ولسوالیو کې تر نیم متر او په غرنیو سیمو کې تر یو متر پورې واوره ورېدلې چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه یې د راتلونکي کال سمسورتیا ته د دوی هیلې غوړولې دي.

غړي

په نورستان کې واورې تر ۲۰۰۰ ډېر څاروي وژلي دي

د نورستان چارواکي او خلک وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د واورې ورېدو له امله نه یوازې تر ۲۰۰۰ ډېر څاروي مړه شوي، بلکې د ځینو کلیو لارې هم بندې شوې چې خلک په کې بند پاتې دي.

غړي

د بامیان لویه لار د ډېرې واورې له امله تړل شوې ده

د بامیان سیمه ییز چارواکي وايي چې د غور- دایکنډي او دایکنډي- کابل لویه لار د ډېرې واورې له امله تړل شوې او زیاتوي چې د بامیانو ـ کابل پر لویه د تېلو ټانکر موټر چپه کېدو پېښه کې یوه کس مړ شوی دی.

غړي

واورې د سمنګان باغ لرونکي زیانمن کړي

په سمنګان ولایت کې څو ورځې وړاندې واوره و اورېده چې د بادامو ۹۰ سلنه باغونه یخ وهلي او بڼوال یې سلګونه میلیونه افغانۍ زیانمن کړي دي. د سمنګان ځيني باغ لرونکي وایي چې هر…