منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.و
۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ولایتونو

۴۰ راپورونه

راپورونه

غړي

د ۲۳ ولایتونو د عدلیې رییسان تبدیل شول

د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزراء د منظورۍ له مخې د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۲۳ ولایتونو عدلیې رییسان له یو ولایت څخه بل ته تبدیل شول.

غړي

«د سېلابونو او غرښوېیدنې له امله د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوې دي»

د افغانستان د ټولګتو وزارت وايي چې د غور– هرات او غور – فاریاب، د نورستان درېیو ولسوالیو لارې او د فراه - هرات لویه لار د بارانونو، سېلابونو او غرښویېدنې له امله په موقت ډول تړل شوې دي.

غړي

دوو ولایتونو کې له څه باندې لس‌زره کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

په لوګر او پکتيکا کې له څه باندې لس زره بې‌وزلو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د خوړو نړیوال…

غړي

څلورو ولایتونو کې له زرګونه کورنیو سره نغدي، د خوراکي توکو او ژمنیو جامو مرسته وشوه

په بلخ او ميدان وردګو کې له ۵ زره ۴۲۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو، پکتيکا کې له ۲۰۰ اړو او بېوزلو مېرمنو سره د خیاطۍ ماشینونو او لوګر کې له ۳ زره مالدارانو سره د هغو د څارویو لپاره د خوراکي توکو مرسته وشوه.