کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): نن د محرم الحرام میاشتې ۱۰مه د «عاشورا» ورځ د کابل په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د افغان چارواکو، سلګونو عالمانو او خلکو په ګډون ولمانځل شوه.
د حضرت محمد (ص) لمسی امام حسین (رض) او د هغه ۷۲ یاران د ۶۱ هجري لمریز کال د محرم په لسمه د عراق د کربلا په دښته کې د یزید له خوا شهیدان شول.
هر کال په همدې ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د قران کریم ختمونه کوي، خیراتونه وېشي او دغه راز شیعه ګان هم په دې اړه خپل ځانګړي مراسم لري.
که څه هم د محرم الحرام میاشتې لسمه د دغو مراسمو اصلي ورځ وي خو د شیعه مذهب پیروان د دې میاشتې له پيلېدو سره د عاشورا مراسمو لمانځنې په موخه پر واټونو ځانګړي بيرغونه لګوي، تورې دروازې جوړوي او لارویانو ته شيدې او شربت وېشي.
login or register a new account.