Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
تېره اونۍ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نورو امنیتي چارواکو د ا.ا له مشرتابه سره وکتل، امریکا د خلیفه سراجالدین حقاني په ګډون ا.ا پر درېیو چارواکو اېښودل شوې جایزې لغوه کړې او بېلابېلو نړۍوالو بنسټو افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډېدو پر دوام اندېښنه وښوده.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه ځوان د قتل په تور یې دوه کسان نیولي دي.
تېره اونۍ، تورخم کې نښتو مرګژوبله واړوله او هلته د پژواک د خبریال په ګډون دوه افغان خبریالان هم ټپیان شول او اوچا، جاپان او ډنمارک له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۲ میليون ډالر ځانګړي کړل.
د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې وسلهوالو پر یوه چکپاینټ برید کړی چې څلور امنیتي کسان په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تېره اونۍ، اسلو او کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، چین وویل چې له کابل سره یې اړیکو کې ښهوالی راغلی او د امنیت شورا کې په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې وښودل شوې، خو ا.ا وویل چې داعش افغانستان کې ځواک نه لري.
د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، دغه راز درې پولیس وسلهوالو له ځان سره بیولي دي.
هغه عراقالاصله سویډنی ځوان چې په دغه هېواد کې یې د قرانکریم نسخو ته اور اچولی و، تېره ورځ په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.
د راپورونه له مخې، د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یو افغان د دوو کسانو د قتل په تور نیول شوی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او لوګر ولایتونو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په لکيمروت ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
کندهار کې ځايي مسوولین وایي، تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP