کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف ویلي چې په وروستیو دوو کلونو کې د دغه هېواد شاوخوا ۷۰۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان ډيليټایم راپور کې راغلي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف یادې څرګندونط پرون د پارلمان په ناسته کې کړې دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې په یاده موده کې ملکي کسان هم وژل شوي دي.
هغه ادعا کړې چې «تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوچ ازادي غوښتونکي د نوې ډيلي په نیابت په پاکستان کې جنګېږي.»
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې: «هر څوک چې ان یوه ذره هم له یادو ډلو سره د همدردۍ احساس ولري، پاکستانی نه دی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP