منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فاریاب کې یو ۶۰ کلن سړی د خپل لمسي له لوري وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۶ کتنې

میمنه (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): د فاریاب امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې یو ۶۰ کلن سړی د خپل لمسي له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د امان‌الله په نوم یو کس چې ۶۰ کلن و، پرون په خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د خپل لمسي منهاج‌الدین له لوري په خپل دوکان کې د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.»

هغه د یاد قتل انګېزه کورنی تاوتریخوالی یاد کړ.

نوموړي زیاته کړه: «قاتل له سیمې تښتېدلی و، خو د امنیې قوماندانۍ د پرسونل په هڅو په یوه باغ کې له تومانچې سره ونیول شو.»

د سرچینې په وینا، د نیول شوي کس دوسیه به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.