جلالاباد (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ شوې او یاد ځوان د یو کس له لوري للمې سیمې ته وړل شوی او هلته بیا په ډېرې بېرحمۍ وژل شوی دی.
دی وایي چې د وژل شوي کس جسد وروسته له وژنې یوې څاه ته غورځول شوی و.
هغه زیاته کړه، نن یې په دې تړاو د جلالاباد ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو کس نیولی او هغه پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د حماد په وينا، د دغه ځوان د وژلو علت لا څرګند نه دی خو د امنيتي ځواکونو پلټنې روانې دي چې ولې دغه کس وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP