Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د يوه وژل شوي کس جسد پیدا شوی

غزني ښار (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د غزني د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د جاغوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د هغه کس جسد پیدا کړی چې یوه اونۍ مخکې نادرکه شوی و.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبری اژانس ته وویل، یاد کس د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په جاغوري ولسوالۍ کې یې پسونه څرول او په خبره یې چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې نادرکه شوی و.

نوموړي وویل، امنیتي ځواکونو لومړی هلته د هغه څاروي موندلي وو او بیا یې د هغه په تړاو پلټنې پیل کړې وې چې نن یې د ولاړو اوبو په یوه ډنډ کې د هغه جسد موندلی دی.

د سرحدي په خبره، تراوسه د نوموړي د وژنې انګېزه نه ده معلومه او نه هم تراوسه په دې تړاو څوک نیول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.