Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد وزارت د ښوونځیو لپاره پر نوي نصاب کار کوي.
بغلان کې نن «په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت ترمنځ خبرې اترې» په نوم یوه ولسي غونډه وشوه چې ګډونوالو یې د ټولنیز عدالت د ټینګښت په موخه له اداري فساد سره د مبارزې او د قومونو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملې ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، له دې ادارې سره په ګډه کار کوي چې زیانمنېدونکې کورنۍ پر وخت له مرستو برخمنې شي.
د افغانستان د عدلیې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت او ترکیې ترمنځ دې همکارۍ لا پراخې شي.
د ا.ا چارواکو کابل کې یوه غونډه کې د رسنیو پر ملاتړ او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې «حکومت باید رسنیو ته په وړو، وړو شیانو ستونزې جوړې نه کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جاپان د ساساکاوا بنسټ مشر او د یوناما پخواني رئیس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د ا.ا پلاوي ته یې جاپان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
په افغانستان کې د جاپان سفير ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له چارواکو سره ليدلي او د کرنې او نورو برخو کې يې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP