منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پاکستان

۱،۱۶۰ راپورونه

راپورونه

غړي

د پاکستان له خوا د بولدک – چمن پر خلکو د پاسپورټ او ویزې الزاميت؛ بلخي: یوه اړخیزه پرېکړه ده

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي د تګ راتګ لپاره د چمن – بولدک پر خلکو پاسپورټ او ویزه جبري کړي چې دا هم د کډوالو د جبري اخراج په څېر د دغه هېواد یوه اړخیزه او د ځمکنیو واقعیتونو خلاف پرېکړه ده.

غړي

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وېروونکی بللی

د پاکستان بشري حقونو کمېسیو ویلي چې د دغه هېواد په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت ناوړه چلند وېرولي او له دغه هېواده یې غوښتي څو له دغو کډوالو سره ناسم چلند بس کړي.

غړي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د یواېن‌اېچ‌سي‌ار چارو کې ځنډ راستنېدونکو کډوالو ته د ستونزو جوړېدو یو لامل دی

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست وایي، راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ستونزو جوړېدو یو اصلي لامل د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په کار کې ځنډ دی چې یوازې څلور یا پنځه کارکوونکي لري.

غړي

غني: افغانستان د خپلو کډوالو له باعزته راستنولو پرته بله لار نه لري

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو د ویستلو په اړه وایي، دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی.

متقي اوتونبایوا ته: د پاکستان امنیتي دستګاه د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او نغدي شتمني یې لوټي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو دسرمنشي استازې ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي او نغدي شتمنۍ يې په زور ترې اخلي.

د افغان کډوالو جبري ایستنه؛ محسن داوړ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې

د کوزې پښتونخوا وتلي پښتون سیاستوال او د ملي دیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ له یو شمېر نورو سیاسیونو او مدني فعالانو سره په ګډه  زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

غړي

له پاکستانه په جبري توګه ایستل کېدونکو افغانانو لپاره تورخم او لعلپوره کې موقتي کمپونه جوړېږي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال وایي چې له پاکستانه په جبري توګه ایستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره د ننګرهار په تورخم ښارګوټي او لعلپورې ولسوالۍ کې موقتي کمپونه جوړېږي.

نور راپورونه