Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال وایي، په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره دې د سیمې او نور هېوادونه د افغان ټرانس، هرات – بولدک، چابهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو پلې کېدو کې پانګونه وکړي.
د مالیې، اوبو او برېښنا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کندهار کې د یوه جومات د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین نښلوونکي سړک په ګډون د هېواد په کچه د ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.
د پکتیا په درېیو ولسوالیو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د چکډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې او پاتې نورو ولسوالیو کې به د خلکو اړتیا ته په کتو د سربندونو، کانالونو او یا هم د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شي.
کاپیسا او پروان کې د ۱۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵۸ پروژو چارې پیل، سمنګان کې د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او په شبرغان کې د یوې پروژې چارې له درېیو کلونو ځنډ وروسته پیل شوې.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۵ پروژو تړونونه چې ټولیز لګښت يې شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ کېږي، منظور کړي دي.
په غزني کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د ۵۷ بېلابېلو پروژو کارونه پیل شوي چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.
د پنجشېر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د پنځه میلیون او ۷۰ زره افغانیو په لګښت دوه کیلومټر سړک، د موټر تګ راتګ لپاره پُل او د اوبو شپږ کیلومتر کانال جوړ شوي دي.
د ټولګټو وزارت وایي، د هېواد په کچه د دوه میلیارد او ۱۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو کارونه روان دي چې ۶۸ له پرمختیايي او ۲۱ نورې له عادي بودجې تطبیقېږي.
د میدانوردګو مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز ترڅنګ په جلرېز او د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالیو کې د نړۍوال بانګ په مالي ملاتړ د ۸۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۷ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، نن د دغه ولایت په اندړو او خواجه عمریو ولسوالیو کې د شاوخوا ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۸ بېلابېلو پروژو کارونه پيل شول.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۱۰۹ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن