Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۱۰۹ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې نن د ۵۷ میلیون افغانیو په لګښټ د ۵۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې نن د کورنیو چارو وزارت لخوا د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول.
د تخار ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵ زره کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
د تخار ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو د پیل خبر ورکوي.
د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۳ پروژو چارې پيل شوې.
په بغلان او ننګرهار ولايتونو کې د شاوخوا ١٨ ميليون افغانيو په ارزښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۵ ميلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې چې پکې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د پنځو پروژو د چارو په پیلېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابر شوه.
غزني ولایت کې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو ودانیزو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او چارې یې رسماْ پیل شوې.
روان کال به افغانستان او ازبکستان د ترمز – مزارشریف، کابل – پېښور ترمنځ د رېلپټلۍ پر غځولو کار پیل او د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا پروژه به بشپړه کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن