منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پنجشېر

۱۶۹ راپورونه

راپورونه

غړي

پنجشېر کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

ځایي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د پنجشېر په رخه ولسوالي کې سېلابونو زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، د اوبو ډېری کانالونه، د برېښنا واړه بندونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.

غړي

پنجشېر کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۶،۵ سلنه ډېر شوي

د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ۴۶،۵ سلنه ډېروالی راغلی خو کروندګر د دغه ریاست له مرستې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، دوی ته د لا ډېرو اصلاح شوو تخمومو د وېش غوښتنه کوي.

غړي

پنجشېر کې زرګونه ماشومان په سیمه‌ییزو مدرسو، ښوونیزو کورسونو او تسریعي ټولګیو کې پر زده‌کړو بوخت دي

د پنجشېر د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۹۴۳۸ ماشومان په ښوونیزو کورسونو، تسریعي ټولګیو او سیمه‌ییزو مدرسو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

غړي

پنجشېر کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني پای ته ورسېده

سیمه‌ییز مسوولین وايي، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې کوچیانو او د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د ځايي خلکو ترمنځ ۱۵ کلنه شخړه چې له دواړو لورو په‌کې دوه کسان وژل شوي وو، د مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

نور راپورونه