«افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو جنګي جنایتونو» افشاکوونکی پر نږدې شپږ کاله بند محکوم شو
د اسټرالیا د پوځ مخکنی وکیل ډیویډ مکبرایډ چې په افغانستان کې یې د اسټرالیايي پوځیانو جنګي جنایتونو تور په افشا کولو کې مرسته کړې وه، پر پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شو.


