Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او اديبانو په ګډون د «جرګو او د سنګر سړي» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.
د پکتيا د بدنې روزنې او ورزش ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۱ لوبغاړو ترمنځ د «یو بل منل» تر عنوان لاندې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په ګردېز ښار او ولسواليو کې يې ۷۰۰ کسانو ته په وړيا ډول د زدهکړو پروګرام پيل کړ.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د متحده عربي اماراتو د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په مالي ملاتړ د یوه روغتون جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ يې د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کې څه باندې ۶ زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د پکتيا مرستیال والي وايي، د ولايت په کچه رسنيو او خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له هغوی سره د مالي او نورو ستونزو په حل کې هم همکاري کوي.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د حوزوي روغتون په ګډون له څلورو روغتیایي مرکزونو سره د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
ستره محکمه وايي چې د پکتیا ولایت په مرکز کې پر يوه «قاتل» د قصاص حکم پلی شو.
پکتیا کې د برېښنا حوزوي ریاست مسوولین وايي، نن یې د دغه ولایت سيدکرم ولسوالۍ ته د ۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د مزو غځولو چارې پيل کړې.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۴۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغینزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتيا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په خواجه علي صاحب زيارت کې د غونځې ګل مشاعره جوړه شوه.
د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې په درنو کارونو بوخت يو شمېر ماشومان له حکومتي مسوولينو او مؤسسو غوښتنه کوي چې د مناسب کار او زدهکړو زمينه ورته برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP