Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ستره محکمه وایي، په پکتیا ولایت کې پر غلا تورنو دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د آیکن مؤسسې په مالي ملاتړ په مرکز ګردېز کې ۲۸۰ بېوزلو کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګو ۳۰ قطعهيې فارمونه جوړ کړل.
پکتیا کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مسوولین وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۰ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د جانيخيلو ولسوالۍ مقام لپاره د ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۳۳۵ دولتي ښوونځیو په تشکیل کې شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونکي کم دي.
د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې په مرکز ګردېز کې د انتاني ناروغيو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون فعالیت درولی چې باید بېرته یې پيل کړي.
د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د پکتیا په سیمهییز روغتون کې د نږدې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بېړنیو پاملرنې څانګې یا (ICU) ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.
پکتيا کې د مڼو يو شمېر بڼوال وايي چې سږ کال د مڼو حاصلات یې د ځینو ناروغیو له امله زیانمن او کم شوي، بل لورته حکومتي مسوولین هم یاده ستونزه تاييدوي.
د پکتیا کرنې ریاست وايي چې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د ۱۴۵ شنو خونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۳،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یوه عیدګاه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون چې وړیا خدمات به په کې وړاندې کېږي، جوړ او پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP