پکتیا کې د بنګو نږدې ۱۴۰ جريب کښتونه له منځه وړل شوي
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياريوب ولسوالي کې یې د بنګو ۱۳۸ جریب کښتونه له منځه وړي دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياريوب ولسوالي کې یې د بنګو ۱۳۸ جریب کښتونه له منځه وړي دي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د څه باندې سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د قطر سره میاشت د پکتیا په مرکز ګردېز کې بېځایه شوو او راستنو شوو ته پنځوس کورونه، ښوونځی، مدرسه، روغتیايي مرکز او تفریحي پارک جوړوي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰ کسان د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د پکتيا کرنې رياست وايي چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۱۵۰۰ جریب بېلابېل فصلونه له منځه وړي دي.
د پکتيا کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۶۰ زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
پکتیا کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې ۲۱۲ رغنیزې پروژې د ۲۹۴ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
پکتیا کې د شپږو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پکتیا د ورزش برخې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
ترکیې هېواد یوه خیریه بنسټ پکتیا کې د ۳۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړ کړه.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۳ رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومتي مسوولينو د مچلغو بند د نيمګړو چارو د بشپړولو غوښتنه کوي.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدانوردګو او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي خو دوه نور ژغورل شوي دي.
د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د یوې کورنۍ اووه کسان مړه شوي دي.
پکتیا کې د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حسنخېل لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې یوه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د مرکز ګردېز په ګډون د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د پکتیا ډنډپټان په ګمرک کې د ۸،۳ میلیون افغانیو په لګښټ د یوه جومات جوړولو چارې پیل شوې، بلخوا په جوزجان ولایت کې یوه ښوونځي ته د یوه کس په شخصي لګښت ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه.
د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
سېمهییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډېورڼډ فرضي کرښه د نښتو مخنیوی په موخه د دواړو غاړو قومي مشرانو ګډې جرګې دوېمه ناسته وکړه.
د پکتیا امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د انسانتښتوونکو یوې شپږکسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې یو کس یې د هغې له منګولو ژغورلی دی.
سېمهییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډېورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته د دواړو غاړو د قومي مشرانو یوې ګډې جرګې د اوربند، خرلاڅيو لارې د پرانیستل کېدو او یوې کمېټې جوړېدو پرېکړې کړې.
د پکتیا د ملي بس امریت مسوولین وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د ګردېز- ځاځياریوب ولسوالۍ ترمنځ د ملي بس خدمتونه پيل کړي دي.