ګردېز (پژواک،۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳): پکتیا کې د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حسنخېل لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.

د پکتيا د بدنې روزنې او سپورټ ریيس نورالرحمن تسکين پژواک خبري اژانس ته وویل چې په يادو سیالیو کې د پکتيا په ګډون د کابل، لوګر، غزني، ميدانوردګ، خوست، کاپيسا، لغمان، ننګرهار او پکتيکا ولايتونو ۷۰ لوبډلو ګډون کړی و.

هغه وايي چې دغه سیالۍ د پکتيا بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې د يوه سوداګر په مالي ملاتړ د واليبال د ودې او پرمختګ په موخه جوړې شوې وې چې ۵۰ ورځې يې دوام وکړ.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د حسینخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

ورته مهال، د يادو لوبو يوه لوبغاړي بسمالله پژواک ته وويل چې يادې لوبې د واليبال د ودې لپاره مهمې وې.

هغه ټینګار وکړ چې د ولایتونو د مرکزونو ترڅنګ باید په ولسواليو کې هم د سیالیو ترسره کولو امکانات برابر شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د دوه سوه زره افغانيو په ارزښت یو کرولا موټر هم ورکړل شو.