ژبه

پکتیا کې د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

ګردېز (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): پکتیا کې د شپږو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پکتیا د بدنې روزنې او ورزش رييس نورالرحمن تسکین پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه میاشت مخکې د پکتیا په کوربه‌توب د کابل، لوګر، خوست، میدان‌وردګو او پکتیکا ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې.

هغه وايي چې د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د خوست او لوګر اتلانو لوبډلو لار پیدا کړه چې لوګر اتلانو خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي ترلاسه کړه.

تسکین زیاتوي چې دغه سیالۍ د ورزشکارانو د ملاتړ او د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په موخه جوړې شوې وې.

بل لور ته، لوبغاړي هم د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

یوه لوبغاړي سیعدالرحمن پژواک ته وویل چې د دغه شان سیالیو ترسره کول د ورزشکارانو د تجربو او ظرفیت لوړېدو کې ډېرې مهمې دي.

هغه زیاته کړه: «د دغو سیالیو ترسره کېدو ته ډېر خوښ یو، هم مو تجربه ډېره شوه او هم د ځوانانو ترمنځ د یووالي سبب کېږي.»

د یادونې ده، د یادو سیالیو لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۳۰ زره او دویم مقام ګټونکې ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

ورته موضوع