Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا په جانيخېلو ولسوالۍ د یوې سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پکتیا د ګردې څېړۍ، شواک او وزيځدراڼ ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي له امله اړ دي د تذکرو اخیستو لپاره څو ځلې ګردېز ته ولاړ شي.
د پکتیا د روغتیا برخې مسوولين وايي چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مرکز او دوه ولسوالیو کې ۴۱ کسان لېوني سپیانو داړلي دي.
د پکتیا اوسېدونکو د پرله پسې غوښتنو وروسته د دغه ولایت د تاریخي بالاحصار د بیارغونې په موخه د پاتې شل سلنه تخنیکي سروې هم پيل شوه.
د پکتيا د ورزش رياست وايي چې دغه ولایت کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په احمدخېلو ولسوالې د یوه کشفي راپور پر بنسټ نږدې څلور زره ټابلېټ کا ترلاسه شوي دي.
پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ ناپېژانده کسانو یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
په پکتیا ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته له څه باندې پنځه زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولایت کې ۱۲۸ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پیل شو.
سېمهییز مسوولین وایي، په پکتیا کې ولایت کې له نشهیي توکو ۳۶۰ رغېدلو کسانو او د هغوی د کورنیو ښځینه غړو ته د مسلکي حرفوي زده کړو پروګرام پيل شو.
د پکتیا حکومتي مسوولین وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې پاکستاني ځواکونو د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې لار د مسافرو او ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر کال په پرتله د لرګیو بیې لوړې شوې او دوی يې د پېرلو وس نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP