ګردېز (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): په پکتیا ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته له څه باندې پنځه زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وياند ايمل عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې د یاد ولایت په ډنډ پټان، جانيخېل، میرزکه، احمدابا، ګردهڅیړی، شواک ولسوالیو او مرکز ګردیز ښار کې له څه باندې پنځه زره کورنیو سره شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنی ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه دال، پنځه لېتره غوړي، یوه کیلوګرامه مالګه او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.