Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې د دې ستونزې د حل په هڅه کې دي.
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
اروزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) سیمهییزو ویلي چې په دغه ولایت کې اوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ او د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړوي او د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي.
د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د هوا ګرمۍ له امله د دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ د لسو ورځو لپاره وغځول شوې.
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په پکتیکا کې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودې.
غزني کې د څه باندې ۵۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت وايي، د سړو ولایتونو ښوونځیو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۶مه) پیلېږي او د روانې میاشتې تر اخره پای ته رسېږي.
د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت وایي چې د کابل ښار اړوند د بېلابېلو ښوونځیو د ۳۳ لوبډلې ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د لوګر پوهني رياست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې له تېر یو نیم کال راهیسې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ۴۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په برهکيبرک ولسوالۍ کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو بیارغونه پيل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP