اسعداباد (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې نږدې ۵۰ زره ماشومان چې له ښوونځيو لرې دي، په کلیوالي ټولګیو او مدرسو کې ورته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د کونړ د پوهنې ریاست رییس محبالله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، د یو شمېر مرستندویه ادارو په همکاري د دغه ولایت په هغو سیمو کې چې ښوونځي نشته، کليوالي ټولګي او مدرسې جوړ شوي دي.
هغه وویل: «مونږ د بېلابېلو همکارو ادارو په مرسته، د کونړ په مختلفو سیمو کې ۱۲۴۵ محلي ټولګي برابر کړي چې څه د پاسه ۳۷ زره ماشومان پهکې تر درېیم ټولګي زدهکړې کوي.»
نوموړي زیاته کړه، د کلیوالي ټولګیو ترڅنګ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۶۲ کلیوالي مدرسې هم جوړې شوې چې اوسمهال پهکې څه باندې ۱۱ زره ماشومان پر زدهکړو بوخت دي.
خو نوموړي ونه ویل چې که په کلیوالي ټولګیو او مدرسو کې ماشومان تر درېیم ټولګي زدهکړې وکړي، پورته ټولګي به چرته لولي؟
هغه وویل، که څه هم سږ کال یې له ۲۰ زرو ډېر ماشومان ښوونځیو کې جذب کړي خو په خبره یې چې لا هم په لرې پرتو غرنیو سیمو کې ګڼ شمېر نور د ښوونځیو د لرېوالي له امله له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د هغه په خبره، کونړ کې ۴۸۴ ښوونځي فعال دي چې له جملې یې ۲۸۰ ښوونځي معیاري وداني نهلري او زده کوونکي یې په کرایي کورونو او یا هم تر شنه اسمان لاندې د ونو او دېوالونو سیوري ته ټولېږي او زدهکړې کوي.
هغه له پوهنې وزارت او مرستندویه ادارو غواړي چې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او د نوو ښوونځیو رامنځتهکېدو برخه کې دې ورته پاملرنه وکړي.
په همدې حل کې د اسعداباد ښار اړوند د ګورګام غرنۍ سیمې یوه اوسېدونکي لیاقت وویل، سیمه کې یې ښوونځی نشته او ماشومان یې په سیمهییزو ټولګیو کې زدهکړې کوي.
هغه وویل: «زموږ له سیمې ښوونځی لرې دی او زما دوه ماشومانو چې اوونه کلن او اته کلن دي، نه یې شول کولی چې تر ښوونځي اوږد مزل وکړي، اوس چې راته په سیمه کې محلي ټولګي جوړ شوي، نو خوښ یم او دواړه ماشومان مې پهکې شامل کړي دي.»
د منورې ولسوالۍ اوسېدونکي فرهاد سمسور وویل: «موږ د معارف ریاست دغه چاره ستایو چې په خپل کلي کې یې راته د ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړې ده، ځکه زموږ له ماشومانو څخه ښوونځي لرې دي او غرنۍ سیمه کې اوسېږو، ماشومانو مو نه شول کولی چې ساعتونه پلی مزل وکړي.»
دوی غوښتنه کوي چې کونړ کې دې د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي او په لرې پرتو غرنیو سیمو کې دې ماشومانو ته د لېسو په کچه د زدهکړو زمینه برابره شي.
د منورې ولسوالۍ د دړیدم سیمې اوسېدونکي سیدکریم وویل، په غرنیو سیمو کې ماشومانو ته د زدهکړو د کلیوالي ټولګيو او مدرسو په جوړېدو خوښ دي خو غوښتنه لري چې ماشومانو ته یې باید معیاري ښوونځي جوړ شي.
دغه راز، د اسعداباد ښار یوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي عبدالروف وویل، د جګړو او نا امنیو له امله تېرو کلونو کې د پوهنې برخه کې کونړ ته پاملرنه نهده شوې.
نوموړي وویل: «زموږ په ولایت کې ګڼ ښوونځي سرپناه نهلري او زدهکوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي چې د بارانونو او تودوخې په زیاتېدو سره یې ډېر ځلې درسي بهیر ټکنی کېږي.»
خو دغه ډول کلیوالي ټولګي او مدرسې او همدارنګه د ښوونځیو د ودانیو او منظمو ټولګیو نهشتون په زدهکړو او ښوونیز بهیر څومره او څه ډول اغېزې لري؟
کونړ کې د سید جمالدین افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار خلیلالله حنیف زدهکوونکو لپاره تدریسي چاپېریال مهم ګڼي او زیاتوي چې حکومت دې علمي مرکزونو او ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړې کړي.
هغه وویل: «کونړ کې ډېر ښوونځي ودانۍ نهلري او دا د دې لامل کېږي چې زموږ زدهکړهیز بهیر ټکنی کړي، کله چې د زدهکوونکو لپاره علمي او اکاډمیک چاپېریال رامنځته شي نو دې سره به زدهکوونکي کولی شي په ښه توګه زدهکړې وکړي.»
دغه راز، د یاد پوهنځي یوه بل استاد پوهندوی ډاکټر سید اصغر هاشمي، په کلیوالي سیمو کې د سیمهيیزو ټولګیو جوړېدل مهم ګڼي او زیاتوي چې دغو ټولګیو کې زدهکوونکي له زدهکړو ترلاسه کولو وروسته کولی شي، نورو زدهکړو ته لاره پیدا کړي.
هاشمي وویل: «زدهکړې یو بشري او اساسی حق دی، پهکار ده چې زموږ د ټولنې ټولو وګړو ته د تعلیم اسانتیاوې رامنځته شي، په هغو سیمو کې چې ماشومان له ښوونځیو لرې دي، د دغو محلي ټولګیو جوړېدل ورته یوه اړتیا ده او په دې سره کولی شو چې د ناپوهۍ مخه ونیسو.»
دا یوازې د کونړ حال نه دی، بلکې لا هم د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې ګڼ شمېر لرې پرتې سیمې ښوونځي نهلري، هلته چې شته، د ودانیو له کمښت سره مخ دي او یا هم ورته د مرستندویه موسسو په مرسته دغه ډول کلیوالي ښوونځي جوړ شوي چې د منظمو ودانیو او ټولګیو د نه درلودو له امله په خیمو کې فعالیت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP