Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نیلي (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): دایکنډي کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت پنځو اوسېدونکو تاجکستان کې د ډبرو سکرو یوه کان کې د
د نورستان امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د غزني د کانونو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۵۰ میلیون افغانیو په پانګونه د ګچو یوه کان د کیندنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله څلورو کانکيندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکر یوه کان کې د چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د «کوارټز» قیمتي ډبرې ستر کان کشف شوی دی.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ویلي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله یوه کان کېندونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، مالي هېواد کې د ځمکې له ښویېدو وروسته په کینیبا سیمه کې د سرو زرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۴۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار د «درهنور» سیمې د مرمر ډبرو کان د استخراج، پروسس او اکتشاف تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ او دغه شرکت به په دې پروژه کې څه باندې ۶ میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه وکړي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان لوېدو پېښه کې یوه کارګر ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له پنځو داخلي شرکتونو سره د څه باندې یو میلیارد او ۷۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو کان د پنځو بلاکونو د استخراج، اکتشاف او پروسس تړونونه لاسلیک کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP