نیلي (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ویلي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه تېره جمعه (د غويي ۱۹مه) د تاجکستان په سعد ولایت کې د ډبرو سکرو یوه کان کې شوې ده.
سرچینې ویلي چې د یادې پېښې پنځه قربانیان د دایکنډي د شهرستان، دوه کسان د میرامور او یو بل کس د دغه ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
سرچینې زیاته کړې چې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره همغږي شوې او رسېدنه به ورته وشي.
ورته مهال، ولسي سرچینې وايي چې وژل شوي کسان کاظم بیګي، عبدالله احمدي، حسن عليزاده، حسینبخش، محمدامیر، عليجان، قربان او اسماعیل رحیمي نومېدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP