خوستښار (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د «کوارټز» قیمتي ډبرې ستر کان کشف شوی دی.
د خوست ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د کانونو رییس مولوي صادق جان حمزه د انجنیري له تخنیکي ټیم سره یوځای د شمل دوهمنده ولسوالۍ ته د سفر پر مهال دغه کان موندلی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې خوست د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو له پلوه د هېواد په سوېلختیځ زون کې یو له بډایو ولایتونو دی او له کله چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په دغه ولایت کې د یو شمېر مهمو کانونو نښې نښانې موندل شوې دي.
خبرپاڼه کې د کانونو ریاست د انجنیري ټیم ویلي چې کشف شوی یاد کان د کوارټز د شفافو او مجاورو رګونو له مخې یو بډای او ارزښتناک کان ګڼل کېږي چې ډېری رګونه یې په شېلو او رسوبي ډبرو کې موندل شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، کوارټز (Quartz) یوه الماني کلیمه ده چې د سختۍ او کلکوالي معنا لري؛ دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او ځیني خلک یې په نورو نومونو لکه کرسټال، بلور یا یخک هم یادوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له کوارټز ډبرو څخه د ښیښې په جوړولو، د ټلوېزون سکرینونو، لاسي ساعتونو، ګوتمیو، غاړکیو، تلسکوپ، دوربینونو، هوایي رادارونو، نفتي صنعت، د پخلنځیو مېزونو او طبابت کې ګټه اخیستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP