Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د لغمان په مرکز مهترلام کې د محمدعیسی سعد په نوم یو لیکوال وايي، ۴۱ بېلابېل عنوانه کتابونه یې لیکلي خو د چاپولو توان یې نه لري، هغه له حکومت او شتمنو هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
غزني ښار کې د «کتاب واخلئ او کتاب پرېږدئ» تر سرلیک لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتيا ځاځياريوب ولسوالۍ د سپينېشګې په تفريحي سيمه کې د کتابونو او هنري تابلوګانو اووه ورځنۍ نندارتون پرانيستل شو.
د باغیس سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د سواد زدهکړو کورسونو ته د څه باندې ۱۶۰۰ ټوکه کتابونو، فرش او نورو توکو وېشلو لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې مدرسو ته د نوو چاپ شوو کتابونو وېشلو لړۍ پيل شوه.
خوست کې يوه ډله ځوانان د زدهکوونکو د کتابونو ستونزې هواري په موخه کور په کور ګرځي او له خلکو اضافي کتابونه راټولوي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې زرګونه ټوګه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
په غور ولایت کې د ښوونځيو مسوولین او یو شمېر زدهکوونکي د درسي توکو له کمښته شکایت لري او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه یې حل شي، خو ځایي چارواکي وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د بغلان د دولتي ښوونځيو يو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې سږ کال دغه ستونزه حل کېږي.
د افغانستان د کتابپلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، په هېواد کې د ٥٥٠ کتابپلورنځيو او ۲۰۰ خپرندویه ټولنو له ډلې ډېر لږ یې فعالیت کوي چې ورسره د کتابونو پیر او پلور هم کم شوی دی.
په کابل کې یو شمېر ښځې نورو ښځو ته د وړیا کتابونو په ورکړې سره وايي، له دغه پروګرام څخه یې موخه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) نمانځل او په ټولنه کې د کتابلوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP