د کندهار سپین بولدک کې د یوه بند جوړولو کار پیل شو
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند جوړولو کار پیل شو او په میوند ولسوالۍ کې بیا د څښاک اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند جوړولو کار پیل شو او په میوند ولسوالۍ کې بیا د څښاک اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.
په کندهار کې د میرویس نیکه په نوم یوه خصوصي پوهنتون د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه نوښت کړی او د ښار په روغتونونو، بانکونو، مارکېټونو، تمځایونو او نورو عامه ځایونو کې یې کوچني کتابتونونه جوړ کړي دي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې د دغې ولسوالۍ اړوند د شمسن الدین کاکړ لیسې دوه ښوونکي او یو ماشوم، د امنیتي کسانو په ډزو ټپيان شوي دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې په ښار او ولسوالیو کې له اړو کورنیو سره مرستې روانې دي چې په بېړنیو حالاتو کې دغه مرستې ګټورې دي خو د اوږدمهال لپاره د دوی ستونزې نه شي حلولی.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د ښار په بېلابېلو نانوايي ګانو کې د ۱۵ افغانیو بیې لرونکې ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له ټاکل شوي وزن څخه ۲۵ یا ۳۰ ګرامه توپیر لري.
په کندهار کې د ساختماني او تعمیراتي توکو پلورونکي وایي، د ودانیزو او ساختماني توکو پېر او پلور تر ۵۰ سلنه ډېر کم شوی دی.
په کندهار ک د دوو مرستندویه ادارو (Serve Afghanistan او Care international) پر ۵۹۴ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل چې ډېری یې معلولین وو.
په کندهار کې د باران په نوم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو یوه موسسه (باران) د دغه ولایت پر ۶۴ روغتیايي مرکزونو د ۴۵ میلیونه افغانيو په ارزښت درمل، طبي او غیر طبي وسایل وېشي.
په کندهار کې د معتادینو د درملنې د ۷۰ بستریز مرکز مسوولین وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورسره د موسسو له خوا مرستې بندې شوې چې د دوی خدمات یې اغېزمن کړي دي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې مخ پټو وسله والو د شمس الدین خانزاده په نوم د مخکني حکومت د سرحدي پولیسو یو افسر پر ډزو وژلی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د رییس الوزرا او وزیرانو شورا د مصوبې له مخې په جدي توګه د زړو وسپنو د وړلو او قاچاق مخنیوی کوي.
د کندهار له زندانه ۱۵۰ بندیان- چې ډېری یې معتادین دي- خوشي شول.
په کندهار کې د ازادي په نوم د افغانستان په کچه د غېږ نيولو سیالۍپيل شوې چې زرګونو سیلانیانو او سلګونو پهلوانانو په کې ګډون کړی دی.
د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې یوه ښځه وژل شوې او سر ترې پرې شوی دی.
په کندهار کې "د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکزه" ۳۰۰ پولیس د یوې میاشتنۍ زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د کندهار موزیم چې د هېواد له بډایه موزیمونو دی، د شپږو لرغونو دورو ۳زره قلمه تاریخي اثار په کې په ډېره ښه توګه ساتل شوي دي.
په کندهار کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون ډاکټران وايي، د دغه روغتون ډاکټرانو او نور پرسونل له شپږو تر اتو میاشتو تنخواوې نه دي ترلاسه کړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کندهار ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د غلام حيدر حميدي په نوم د يوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د کډوالو چارو رييس وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه تر لس زره له ډېرو کورنيو سره مرستې شوې او اته زره نورې کورنۍ د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې دي.
په کندهار کې د نیالګیو روزنې کاروبار ورځ تر بلې غوړېږي چې له مخې یې له پاکستان څخه دغه ولایت ته د نیالګیو راوړلو مخنیوی شوی دی.
په کندهار کې سږ کال د ګاز بیې له لوړېدو سره خلکو د ګازي بخاریو پر ځای د لرګیو بخارۍ کارولو ته مخه کړې چې له امله یې په کور دننه د دغو جوړېدونکو بخاریو بازار ښه شوی دی.
د کندهار سوداګر وايي، د سوداګرۍ د ودې او اړوند ستونزو د حل په موخه دې د افغانستان، پاکستان او ایران د سوداګرۍ خونو ګډ بورډ جوړ شي.
په کندهار کې بې کاري او بې روزګاري تر وروستي حده ډېره شوې او هره ورځ په زرګونو خلک د کار په لټون له کورونو وځي خو تش لاس بېرته ستنېږي.
په کندهار کې له اوږده ځنډ وروسته د ځانګړو ورځو بازارونه یو ځل بیا ګرم شوي چې زرګونه کسان په کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو پېر او پلور کوي.