ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د افغانستان، پاکستان او ایران د سوداګرۍ خونو ګډ بورډ دې جوړ شي

سوداګر: د افغانستان، پاکستان او ایران د سوداګرۍ خونو ګډ بورډ دې جوړ شي

author avatar
27 Jan 2022 - 15:14
سوداګر: د افغانستان، پاکستان او ایران د سوداګرۍ خونو ګډ بورډ دې جوړ شي
author avatar
27 Jan 2022 - 15:14

کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۰): د کندهار سوداګر وايي، د سوداګرۍ د ودې او اړوند ستونزو د حل په موخه دې د افغانستان، پاکستان او ایران د سوداګرۍ خونو ګډ بورډ جوړ شي.

سوداګرو دا څرګندونې د اقتصادي شورا په غونډه کې وکړې چې تېره ورځ مازدیګر ناوخته د کندهار د سوداګرۍ خونې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا، د کندهار سوداګرۍ خونې رییس حاجي محمد صدیق مومند، د افکو کمپنۍ رییس محمود کرزي، مشهور پانګه وال حاجي محمد میرزا کټوازي او ګڼو نورو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه والو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د هېواد د صادراتو، وارداتو، صنعت، پانګونې، بانکي سیسټم، صرافیو او ګڼو نورو برخو پر ودې او د ستونزو پر حل خبرې وشوې.

په پیل کې د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي محمد صدیق مومند خبرې وکړې او ویې ویل، اوسنی حکومت دې سوداګرو او صنعتکارانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو صادرات او کورنی تولید ډېر شي.

هغه وویل، سوداګر او پانګه وال په خپل هېواد کې پانګونې ته ژمن دي خو مهمه دا ده چې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

سوداګر او د اقتصادي شورا غړي حاجي عبدالاحد صدیقي وویل، د اوسني حکومت له راتګ سره سوداګرۍ ۵۰ سلنه وده کړې او په دې برخه کې شته ځينې ستونزې حل شوې دي.

خو ده د بانکي محدودیتونو یادونه وکړه چې سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ده په خبره، له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم سوداګر خپلو پیسو ته لکه څنګه چې ښايي لاسرسی نه لري چې دې ستونزې د سوداګرۍ اړوند د پیسو د لېږد رالېږد چاره له خنډ سره مخ کړې ده.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ د ودې په موخه دې د افغانستان، پاکستان او ایران د سوداګرۍ خونو ګډ بورډ جوړ شي څو په همغږي شته ستونزې هوارې کړي.

د افکو کمپنۍ مشر محمود کرزي هم د بانکونو د محدودیت ستونزه یاده کړه چې په عینو مېنه کې یې د نوو ودانیو او سړکونو جوړولو چارې له خنډ سره مخ کړې دي.

په غونډه کې صنعت ته د ور پېښو ستونزو په اړه هم خبرې وشوې.

د کندهار صنعتي پارک د برېښنا رییس غلام محمد کریمي وویل، صنعتي پارک ته له کجکي بند څخه په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۰ ساعته برېښنا ورکول کېږي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.

هغه زیاته کړه، دې ستونزې نه یوازې د شته فابریکو د تولید چارې ټکنۍ کړې بلکې د نورې پانګونې مخنیوی یې هم کړی دی.

د کندهار د برېښنا رییس ملا محمد حنیف حمزه وویل، په کجکي بند کې د اوبو کچه په ډېرېدو ده، یوه میاشت وروسته به برېښنا ډېره شي او دا ستونزه به تر یوه حده هواره شي.

د صرافانو ستونزو په تړاو حاجي قندي اغا خبرې وکړې او ویې ویل، د افغانستان بانک د پرېکړې له مخې له هر صراف څخه د ضمانت په توګه ۱۰ میلیونه افغانۍ اخیستل کېږي چې ۵ میلیونه به د هغه تجرۍ ته ورکول کېږي.

نوموړي دا پرېکړه د صرافانو له توان پورته وګڼله او غوښتنه یې وکړه چې په دې برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته شي څو صرافان خپلې پانګې په هېواد کې دننه په کار راولي.

د هېواد مشهور پانګه وال حاجي محمد میرزا کټوازي د کانونو استخراج په اړه خبرې وکړې او ویې ویل افغان او نړیوال سوداګر چمتو دي څو په مسلکي توګه د کانونو په را ایستلو کې پانګونه وکړي.

د ده په خبره، له دې لارې اوسنی حکومت کولای شي د ورځې تر ۵۰ میلیونه ډالره ډېر عواید ترلاسه کړي.

په غونډه کې د مالیاتو، درې میاشتني بیلانس، د بانکونو د ستونزو، د محکمې او سوداګرۍ خونې ترمنځ د همغږۍ او ګڼو نورو ستونزو او د هغو پر حل لارو خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه څو جامعه عمر د جوړولو لپاره د پخوا په څېر بیا حساب پرانیستل شي او د نیمګړو چارو د بشپړولو لپاره یې له سوداګرو پیسې راټولې شي.

د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا له سودا او صنعتکارانو مننه وکړه چې له حکومت سره درېدلي او ډاډ یې ورکړ چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره به په جدیت هڅې کوي.

هغه له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې په خپلو کارونو کې څو برابره ډېروالی راولي ځکه اوس امنیت ټینګ شوی او له بل هر وخت کار کولو ته ښه زمینه برابره شوې ده.

Visits: 263

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.