Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
خوستښار (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله د یوه
حکومتي مسوولین وايي چې په ننګرهار کې یو کس وژل شوی او خوست ولایت کې د کور چت نړېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډاکټران د غیرمسلکي کسانو له لوري زېږون په داسې حال کې خطرناک بولي چې په غور کې یو شمېر مېرمنې وايي، د ځینو ټولنیزو ناسمو دودونو او د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او نسايي ولادي روغتونونو کموالی هغه لاملونه دي چې دوی په کور زېږون ته اړباسي.
د لغمان ځايي مسوولین وايي، د مهترلام ښار سلطانغازي بابا ښارګوټي کې د یوه کور د دېوال نړېدو له امله درې کسان مړه شوي او څلور نور ټيپان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، خوست کې امنیتي ځواکونو درې هغه کسان چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې یوه کور ته لاسي بمونه وغورځوي، نیولي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، حکمتیار د هېواد جهادي شخصیت دی، عزت او وقار یې پخپل ځای دی او د هغه په اړه رسنیو کې خپاره شوي افواهات سم نه دي.
سرچینې وایي، د حزب اسلامي د مشر استوګنځای نه دی محاصره شوی خو له بحثونو وروسته پایله دا شوه چې د هغه کور بل ځای ته ولېږدول شي؛ ځکه له پخواني حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه ا.ا ته د منلو نه ده.
راپورونه ښيي چې پاکستاني پوليسو د بلوچستان په کوېټې ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي پر کور چاپه وهلې او د هغه يو ساتونکی یې له ځان سره بيولی دی.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کور ته د لاسي بم غورځولو پېښه کې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان دي.
ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو کور ته لاسي بمونو غورځولي چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور کسان تپيان شوي دي.
د کندهار مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز نهمې حوزې اړوند لویه ویاله سیمه کې وړمه شپه د دېوال چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP