Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان او پروان چارواکي وايي، په دغو ولايتونو کې د کولرا له امله اته کسان مړه او لسګونه نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
پارون (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د نورستان په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټوایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر نس ناستي یا کولرا او ۶۰زره نور پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.
د خوست روغتيايي مسوولين وايي، د سپېرې ولسوالۍ په زلزلهځپلو سيمو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې او تر دې دمه سلګونه کسان پرې اخته شوي چې له ډلې یې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
شبرغان (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې
د غزني د عامې روغتیا ریاست وایي، په یوه اونۍ کې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په مټاخېل کلي کې ۷۲۴ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
هېواد کې د هوا په ګرمېدو سره، په ځینو ولایتونو کې د کولرا ناروغي خپره شوې چې له امله یې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؛ له بلې خوا د طب برخې پوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د حفظالصحې په مراعتولو سره، ځانونه له دغې ناروغۍ وساتي.
. . .
د هلمند او دايکنډي ولايتونو په پوله د «ناوه ګري» په کلي کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو او له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له رامنځته کېدو وروسته د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه، پنځه روغتیايي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.
د زابل په سیوري او دایچوپان ولسوالیو کې لسګونه لویان او ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP