ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ناوه ولسوالۍ کې ۷۲۴ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

د غزني په ناوه ولسوالۍ کې ۷۲۴ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

غزني (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د غزني د عامې روغتیا ریاست وایي، په یوه اونۍ کې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په مټاخېل کلي کې ۷۲۴ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.

د غزني د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول ډاکټر محمد نسیم ابرار پژواک خبري اژانس ته وویل، کېدای شي دغه کسان هلته د کارېز اوبو د څښلو له امله پر دې ناروغۍ اخته شوي وي.

هغه وایي، یادې سیمې ته روغتیايي ډلې رسېدلې او د ناروغانو د کنټرولو ترڅنګ یې په سیمه کې د کاریزونو د اوبو د پاکولو هڅې پیل کړې دي.

ابرار زیاتوي: «له نېکه‌مرغه کوم ځاني زیان نه لرو، دغه ۷۲۴  ناروغان مو د ناوې ولسوالۍ روغتون او نورو وړو کلینیکونو ته لېږلي، د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه وو، هغه د غزني ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، پر دغې ناروغۍ له اخته کسانو ډېر یې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان دي.

خو د سیمې یو اوسېدونکی او قومي مخور محب‌الله خپلواک وایي چې تېره اوونۍ هم د ناوې ولسوالۍ په انډي او نورو کليو شاوخوا سیمو کې ۳۰۰ کسان پر کولرا اخته شوي وو.

دی ادعا کوي چې د غزني ولایت د روغتیایي مسوولانو د ناغېړۍ له امله دا ناروغي په نورو سیمو کې هم خپره شوې ده.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په مټاخېلو او انډۍ کلیو کې یاده ناروغي شته او ترڅنګ یې د دغې ولسوالۍ چینه، کمیس خېل، انګو او ارنګ کلا نور هغه کلي دي چې د کاریزو اوبه یې د څښاک وړ نه دي او هلته هم د دغه ډول ناروغۍ د خپرېدو وېره شته.

دوی له حکومت او په ځانګړي ډول د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي چې د یادي ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې سر له اوسه هڅي پیل کړي، که نه دغه ناروغۍ به د غزني نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي او ناورین به رامنځته کړي .

تر دې مخکې هم د غزني د ګېرو ولسوالۍ په باتور، پنې او مټاخان کليو کې شاوخوا ۴۰۰ پر یادې ناروغۍ اخته شوي وو چې له امله یي یو ماشوم ژوند هم له لاسه ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د غزني د ناوې او ګېرو ولسوالیو ترڅنګ په هلمند، زابل، دایکنډي او کندهار ولایتونو کې هم دغه ډول ناروغي خپره شوې او له امله یې یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

Views: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.