له پاکستانه څه باندې څلور زره راستانه شوي کډوال خپلو ولایتونو ته ولېږدول شول
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې څلور زره کډوالو له لېږدولو خبر ورکوي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې څلور زره کډوالو له لېږدولو خبر ورکوي.
له پاکستانه کندوز ولایت ته راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي چې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید د ژمي له رسېدو مخکې دغه ستونزه حل کړي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل حکومت له خوا په زوره د افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت څرګند کړی دی.
ځایي مسوولین وایي چې په تورخم مېشت غالي کې د راستانه شوو افغانانو ۵۰ ورک شوي ماشومان پیدا او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي هېواد ته په اجباري توګه له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکو افغانانو سره د ۳۰۰ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.
ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زدهکړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
ننګرهار ولايت کې مسوولين وایي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري راتګ پروسې د ارزونې په موخه تورخم ښارګوټي ته سفر کړی دی.
د افغانستان امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وايي، هېواد ته له پاکستانه راستانه شوي د محتسبینو په شرایطو برابر افغان کډوال په دغه وزارت کې په دندو ګوماري.
د راپورونو له مخې، د هسپانیا ساحلي ګارډ د اتلانتیک سمندر د کانري ټاپوګانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو د ویستلو په اړه وایي، دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی.
له هغه وروسته چې پاکستان له دغه هېواده افغان کډوال په زور ایستلو ته اړ کړل، تر اوسه لسګونه زره کډوال راستانه شوي دي.
په تورخم کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، تورخم کې دې د دوی د ثبت او ورسره د مرستو لړۍ چټکه شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د نیدرلینډ پر وړاندې بریا د هغو افغان کډوالو په نوم کړه، چې له پاکستانه په زوره ویستل کېږي.
له تورخمه خپلو سیمو ته د کډوالو د لېږد پروسه چټکه شوې، بېوزلې کورنۍ وړیا لېږدول کېږي او په ټیټه کرایه د کډوالو لپاره د کورونو موندلو په اړه هم اړین اقدامات پیل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې نړۍوالې مرستندویه ادارې دتورخم نویو جوړ شویو پنډغالو کې راستنېدونکو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي چې له پاکستانه په جبري توګه ایستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره د ننګرهار په تورخم ښارګوټي او لعلپورې ولسوالۍ کې موقتي کمپونه جوړېږي.
له بهرنیو هیوادونو څخه په اجباري توګه د را ایستونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون پخپلې لومړنۍ غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې وکړې.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، له پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ریيسالوزرا د لارښوونې پر بنسټ د ننګرهار ولایت په لعلپوري ولسوالۍ کې د تورخم له لارې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپ جوړېدو چارې پیل شوې.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی به له راتلونکې میاشتې د هغو کډوالو چې د دغه هېواد جعلي تذکرې یې جوړې کړې، (ډياېنای) ټسټ کوي.
یوانایچسيار ویلي، ۵.۶ میلیونه افغانان د کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت درلودونکو کسانو او ۲۹۵ زره نور د پناهغوښتونکو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي او ۳،۲۵ میلیونه افغانان د افغانستان دننه بېځایه شوي دي.