Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ګازنیونې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او یو سړی د سخت مسمومیت له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین په دغه ولایت کې د ګازنیونې پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه روغتیایي مرکز کې د ګازنیونې څه باندې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، سږ کال د ژمي له پیل تر اوسه روغتیایي مرکزونو ته ۸۹۴ کسان د ګازنیونې له امله وروړل شوي چې ۲۴ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یو کس په یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړ شو دی.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تالقان ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند له لاسه ورکړی، خو ځايي اوسېدونکي د مړو شمېر شپږ کسان بولي.
دایکنډي کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله یو ځوان – چې نوی واده یې کړی و – مړ شوی او مېرمن یې د بېهوښۍ حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګارنیونې له امله درې کانکیندونکي مړه شوي دي.
ځایي اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د دایکنډي میرامور ولسوالۍ په امید سیمه کې یو پلار او لور د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران په شېراز ښار کې یو افغان پلار او درې زامن یې سپټیک څاه کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز خپرېدو له امله دوه کانکیندونکي مړه او لسګونه نور مسموم شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP