امریکایي محکمه: د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د شتمنیو مستحقې نه دي
د امریکا د نیویارک ښار یوې محکمې د افغانستان بانک د کنګل شویو زېرمو د قضیې په اړه ویلي چې دا پیسې دې د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.



