ژبه

امریکایي محکمه: د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د شتمنیو مستحقې نه دي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د نیویارک ښار یوې محکمې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنيو د قضیې په اړه ویلي چې دا پیسې دې د سپټمبر د ١١ مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.

که څه هم په امريکا کې تېره مياشت یو شمېر کورنیو ویلي وو چې دوی دا پیسې نه غواړي؛ خو نورو بیا د افغانستان پر شتمنۍ دعوه کړې وه چې ګواکې دوی ته دې د یادو بریدونو د تاوان په توګه ورکړل شي.

د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر په ١١مه، د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د الوتکو له لارې بریدونه وشول چې له امله یې شاوخوا ۳زره کسان ووژل شول.

د دغو بریدونو مسوولیت القاعده ډلې واخیست چې له امله یې امریکا بيا پر افغانستان برید وکړ.

تېر کال په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.

څو میاشتې مخکې بیا ولسمشر بایډن اعلان وکړ چې غواړي له دغو پیسو څخه ۳،۵ میلیارده ډالر یې د سپتمبر د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

د ګلوبل نیوز په نامه امریکایي رسنۍ د وږي په پنځمه خبر ورکړی چې د نیویارک د یوې محکمې قاضي پرون د جمعې په ورځ د یادې قضیې په تړاو ویلي چې د سپتمبر ١١ مې پېښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د شتمينو ترلاسه کولو مستحق نه دي.

د يادې محکمې قاضي سارا نیټبرن ویلي، یادې پیسې د افغانستان بانک ملکیت دی او بل چاته نه ورکول کېږي.

دې زياته کړې: «د افغانستان بانک د امریکایي محاکمو د صلاحیتونو له ساحې څخه بهر دی او د افغانستان بانک شتمني د تاوان په توګه د یوولسم سپتمبر د قربانیانو کورنیو ته ورکول، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په معنى ده.»

هغې زیاته کړې چې د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه پرېکړه باید په «بیړه» ونه شي.

د نوموړې په وینا، د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنۍ له کلونو راهیسې د عدالت او تاوان غوښتنې کړي او مستحق هم دي، خو قانون دغه کار محدود کړی دی او د دغه قانون له مخې، د افغانستان بانک شتمني د محکمې له واکونو ډېر پورته کوي.

د راپور له مخې، د دې قاضي سپارښتنې د یوه بل لوړ قاضي له خوا ارزول کېږي چا چې د یوولسم سپټمبر پېښې د قربانیانو دوسیې څیړلې، هغه د دې واک لري چې څه ډول پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د سپټمبر د یوولسمې نېټې بریدونو د قربانیانو یو شمېر کورنیو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې وه چې یادې پيسې دې دوی ته نه، بلکې افغانانو ته ورکړي.

هغوی زیاته کړې چې دا پيسې د افغان ولس دي او هغوی ورته ډېره اړتیا لري.

دوی ویلي : «دغه کار اخلاقاً جواز نه لري چې د افغانانو پیسې دې موږ ته راکړی شي.»

په دې وروستیو کې د امریکا حکومت پرېکړه وکړه چې د افغانستان له شتمنۍ څخه درې نیم میلیارده ډالر د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ورکړي او په دې موخه یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په قطر او ازبکستان کې دوه ځلې مذاکرات هم وکړل.

خو وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی چې په کابل کې د امریکا له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته امریکا له دې پرېکړې په شا شوې ده.

خو پرون یو ځل بیا امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې سپینه ماڼۍ غواړي له کابل سره پر دې موضوع خبرې پیل کړي.

[/restrict]