جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۹): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د غني خېلو ولسوالۍ پروني موټر بم ځانمرګي بريد کې د ښوونځيو ۱۴ زده کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه پرون تر غرمې وروسته په ۱۲ بجو او ۲۰ دقيقو د شينوارو (غني خېلو) ولسوالۍ اړوند د ملي امنيت مديريت په قرارګاه باندې وشوه چې ۵۶ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري د تلې په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، د غني خېلو په پروني موټر بم ځانمرګي بريد کې د ښوونځيو ۷ زده کوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپيان هم دي.
هغه زياته کړه، ياده سيمه کې ښوونځی موجود و او همدغه وخت ښوونځی رخصت شوی و چې دا پېښه شوې وه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د شينوارو ولسوالۍ په پروني بريد کې ۱۴ کسان چې يو يې سرتېری و وژل شوي او ۴۲ کسان چې ۳۸ يې ملکي وګړي دي ټپيان شوي دي.
په مړو او ټپيانو کې د يوې کورنۍ ۵ غړي هم شامل دي چې يو يې د څلورو مياشتو دی.
د دغې کورنۍ يوه غړي عبدالله پژواک ته وويل، په پېښه کې يې ورېندار او دوه کوچني ورېرونه وژل شوي او يوه ۶ کلنه ورېره او ۴ مياشتنى وراره يې ټپيان دي.
د دې پېښې مسووليت چې لا تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی اخيستی مسوولين وايي، ډېری قربانيان يې ملکي وګړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن