ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېل سازمانونه د دوحې ناسته کې د ښځو حقونو برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي

بېلابېل سازمانونه د دوحې ناسته کې د ښځو حقونو برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي

author avatar
8 Feb 2024 - 16:04
بېلابېل سازمانونه د دوحې ناسته کې د ښځو حقونو برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي
ارشیف
author avatar
8 Feb 2024 - 16:04

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان او پر بشري حقونو د څار سازمان په ګډون لسو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي.

ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو ناسته ترسره شي. په دې ناسته کې د افغانستان اړوند نورو مسایلو ترڅنګ به د افغانستان لپاره د نوي استازي پر ټاکلو هم بحث وشي.

دغه لیک د بښنې نړۍوال سازمان (Amnesty International)، د نړۍوال عدالت مرکز(GJC)، د ښځو د سولې جوړونکو نړۍواله شبکې (GNWP)، د بشري حقونو د څار ادارې (HRW)، د میندو او لوڼو د هیلو لوړول (Mothers and Daughters Raising Expectations)، اوټرایټ انټرنېشنل (Outright International)، د کډوالو نړۍوال (Refugees International)، فعالې نړۍوالې مېرمنې (WEI)، د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړۍوال لیګ (WILPF) او د کډوالو ښځو کمېسیون (WRC) له لورې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته لیکل شوی دی.

په یاد لیک کې راغلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته پر ښځو تر ۸۰ ډېر بېلابېل محدودیتونه وضع شوي او ځینو افغان مېرمنو اندېښنه ښودلې چې حقونه یې او په نړۍوالو بحثونو کې یې معنی‌لرونکی ګډون له پامه غورځول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په دوحه کې راتلونکې غونډه ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړۍوالې ټولنې ته یو مهم فرصت په لاس ورکوي څو ټینګار وکړي چې د افغان ښځو حقونه د مذاکراې وړ نه دي.

په دغه لیک کې راغلي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې باید د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي او دې برخې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

یادو سازمانونو په دغه لیک کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د بشري حقونو، ښځو او سولې فعالانو د ګډون په اړه د ډاډ غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي د افغانستان لپاره ځانګړی استازی باید داسې کس وي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې پوره تجربه ولري او دغه راز د افغان مېرمنو، مدني ټولنې او د بشري حقونو له مدافعینو سره په منظمه توګه ښکیل اوسي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په وار، وار ویلي چې افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونه ورکړل شوي دي.

دغه راز، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکلو په اړه ویلي وو چې افغانستان ته باید په جګړه کې د ښکېل هېواد په نظر ونه کتل شي او په وینا یې د اضافي ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نشته.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.