کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): کندهار کې د افغاني غالیو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی چې پهکې د ځینو ولایتونو د غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو یو شمېر شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.
دغه درې ورځنی نندارتو نن (پنجشنبه) د افغانستان د غالۍ صادروونکو اتحادیې له لوري په کندهار ښار کې پرانیستل شو.
د دې اتحادیې مسوول عبدالمنان حیدري وایي، د نندارتون له جوړېدو یې موخه افغاني غالیو او لاسي صنایعو ته بازارموندنه او دغه صنعت ته د نړۍوالو پام رااړول دي.
هغه وویل چې په دغه نندارتون کې د امریکا، اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو د غالیو اوبدلو ۲۵ بېلابېلو صادروونکو شرکتونو ګډون کړی دی.
هغه وايي: «د افغاني غالیو شرکتونو تېر کال ۳۱ هېوادونو ته صادرات لرل چې دا د پخوا په نسبت زیاتوالی ښيي، نو زموږ هڅه دا ده چې افغاني غالۍ په بهرنیو هېوادونو کې لا ښه بازار ولري او ګټه یې افغانستان ته راشي.»
هغه وویل، اوسمهال د ټول هېواد په کچه د غالۍ اوبدلو صنعت برخه کې دوه عشاریه یو میلیون کسان کار کوي چې ډېره برخه یې ښځې جوړوي.
ورته مهال، د غالۍ اوبدلو شرکتونو مسوولین وایي، دغه ډول نندارتونونه د غالیو او نورو لاسي صنایعو د بازار ښه کېدو کې اغېزناک تمامېږي او غوښتنه کوي چې د دوی د تولیداتو لپاره نور نندارتونونه هم جوړ شي.
د یاد نندارتون یوه ګډونوال محبالله کوهي په دې اړه وویل: «زموږ غالۍ په ټوله نړۍ کې ښه نوم لري، غواړو چې په هېواد کې دننه او بهر غالیو ته ښه بازارموندنه وشي څو ښه بازار پيدا کړي.»
په همدې حال کې د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولین دغه ډول نندارتونونه د افغاني غالیو او لاسي صنایعو لپاره مهم او ګټور بولي.
د دې خونې رییس سید سرور اماني وایي، د هېواد له سوېلي زون څخه په ډېره اندازه وړۍ نورو ولایتونو ته د غالۍ اوبدلو لپاره وړل کېږي، خو که په دغه ولایت کې هم خلک وهڅول شي، کولای شي له خپلو وړیو غالۍ او نور توکي جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه: «مخکې به لکه په نورو ولایتونو کې دلته هم له وړیو غالۍ او نور توکي جوړېدل، خو اوس وړۍ ټولې نورو ولایتونو ته وړل کېږي او هلته غالۍ ترې جوړیږي، نو دا ډول نندارتونونه خلک هڅوي چې دلته د مخکې په څېر غالۍ اوبدلو ته مخه کړي.»
بلخوا، غالۍ اوبدونکي او صنعتکاران وایي، په دې وروستیو کې د دوی د تولیداتو لپاره نندارتونونه کم شوي او غواړي چې د لاسي صنایعو او وطني تولیداتو لپاره هر وخت نندارتونونه جوړ شي.
کندهار کې یو صنعتکار حسامالدین عبیدي وایي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول نندارتونونه دوامداره جوړ شي؛ ځکه اوس ډېر خلک زموږ په تولیداتو نه دي خبر، نو د نندارتونونو له لارې ډېر خلک زموږ توکې ویني.»
د یادونې ده، د غالیو اوبدل په افغانستان کې اوږده مخینه لري او یو شمېر کورنۍ له همدې لارې د خپل ورځني ژوند چارې پر مخ وړي او دا یې د عاید سرچینه بلل کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن