ژبه

هرات کې د ټاپي پروژې چارې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړېږي

سهراب سرورى

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۷

Views: ۱۸

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د هرات والي وایي چې په دغه ولایت کې د تاپي پروژې چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شیخ مولانا اسلام‌جار دغه څرګندونې د هرات د صنایعو او کانونو خونې د اداري ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې کړې دي.

اسلام‌جار ویلي چې تر راتلونکو دوو میاشتو په هرات کې د دې پروژې چارې بشپړېږي او د کار له پای ته رسېدو وروسته به د دغه ولایت مسوولینو ته وسپارل شي.

هغه له صنعتکارانو او د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د دې نل‌لیکې له ګاز څخه د استفادې لپاره خپل چمتووالی ونیسي.

ټاپي د سیمې په کچه یوه له سترو پروژو ده چې ټاکل شوې له لارې یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له مسیره پاکستان او هند ته ولېږدوي.

دغه نل‌لیکه شاوخوا یو زر او ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په کال کې د ۳۳ میلیارد مترمکعب طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت لري.

ټاپي د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو بلل کېږي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پام وړ رول لرلای شي.