Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د سړې هوا له امله په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

 کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): د هوا له سړېدو سره یو شمېر کابل ښاریان په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو له ډېرېدو شکایت کوي، بلخوا ډاکټران د حفظ‌الصحې رعایتول، د مور په شېدو سره د ماشومانو تغذیه او ناروغ ماشوم له روغو ماشومانو لرې ساتل د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغېزناک بولي.

د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي امین‌الله حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو نیم کلنه لور یې له یوې اونۍ راهیسې ریزش یا زکام ده او سخته ټوخېږي.

هغه چې لور یې اوسمهال په «اریانا میډیکل کمپلکس روغتون» کې بستر ده وايي: «له پرون شپې راهیسې مې لور زړه بدوالی او اسهال درلود، سینه بغل ده، بیا مې روغتون ته راوړه، شکر اوس یې وضعیت لږ ښه دی.»

د هغه په خبر، په کورنۍ کې یې د لویانو او ماشومانو په ګډون څو نور کسان هم په ریزش او سینه بغل اخته دي.

دغه‌راز، د یاد ښار بل اوسېدونکی حبیب‌الرحمان ستانکزی هم وايي چې اوسمهال یې په کورنۍ کې څو کسان زکام او رېزش دي او د ستوني درد لري.

خو نوموړي وویل، یو وراره یې چې سینه بغل دی او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی، اوسمهال په روغتون کې بستر دی.

دغه‌راز، د کابل د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله محمدخېل وايي د هوا له سخت سړېدو سره یې په خپلوانو او ملګرو کې تنفسي په ځانګړې توګه د رېزش ناروغۍ زیاتې شوې دي.

هغه وايي: «وراره مې دوه میاشتینی دی، د فرانسویانو روغتون ته مې راوړی، ډېر سخت رېزش او سینه بغل دی، ډېر زړه‌ بدوالی او تبه یې درلوده، څلور ورځې کېږي چې بستر دی، اوس شکر لږ ښه شوی.»

ډاکتران هم وايي، هر کال د ژمي په موسم کې تنفسي ناروغۍ ډېرېږي.

په «آریانا میډیکل کمپلکس روغتون» کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص پوهنوال ډاکټر عبدالرشید منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال د ژمي په موسم کې تنفسي ناروغۍ ډېرېږي.

نوموړي وویل: «له بده‌مرغه هوا ډېره سړه او ککړه ده، مراجعین مو د نورو موسمونو په پرتله اوس ډېر دي، شاید ۹۰ سلنه ناروغان مو د تنفسي ناروغیو وي، ډېر شمېر یې کم سن لري؛ ځکه پر دغو ناروغیو د اخته کېدو چانس په لومړیو پنځه کلونو کې ډېر دی.»

هغه زیاتوي، سږکال د تېر کال په پرتله ناروغۍ سختې دي، مثلا ژر نه ښه کېږي، ډېرې نسخې اخلي، درمل ورباندې ژر اغیز نه کوي.

د هغه په وینا، تنفسي ناروغۍ د ټوخي، پرنجي، مستقیم تماس او پر مېکروبونو ککړو ځایونو باندې لاس وهلو له لارو له یوه کس څخه بل ته لېږدول کیږي؛ تبه، د سینې خش‌خش، د پوزې څخه اوبه بهېدل، زړه بدوالی، ټوخی، اوښکې راتلل، ساه لنډي او اضافي تنفسي غږونه د یادو ناروغیو له نښو څخه دي.

هغه وايي: «تنفسي ناروغۍ ډیری موسمي ناروغۍ دي او تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي، خو یو ګروپ شته چې ناروغي په هغوی کې بیخي ډېره ده، دغه کټګورۍ کې نوې زېږېدلي ماشومان چې له وخت مخکې نړۍ ته راځي، هغه ماشومان چې د بدن معافیت يې ډېر ټیټ دی، هغه کسان چې وېټامینونه یې کم وي په ځانګړي توګه د وېټامین A کموالی لري، هغه ماشومان چې د مور په شېدو یې تغذیه نه وې شوې او یا واکسین شوي نه دي او هغه ماشومان چې په ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي، په کې شامل دي.»

سرچینې زیاته کړه: «او یو شمېر چې ضمني ناروغۍ په کې لیدل کېږي، مثلا هغه ماشومان چې د زړه او شکر ستونزې لري او یا هغه ماشومان چې په ککړه هوا کې ژوند کوي په دوی کې د نورو ماشومانو په پرتله پر تنفسي ناروغیو د اخته کېدو چانس بیخي ډېر دی.»

نوموړي له یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره له کورنیو وغوښتل چې چاپېریالي حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي، پر یادو ناروغیو اخته کسان باید له ماسک څخه استفاده وکړي او ناروغ باید له نورو روغو کسانو لرې وساتل شي.

هغه وویل چې له خپل‌سرو درملنو دې مخنیوی وشي او ناروغ په ځانګړي توګه ماشومان دې ژر تر ژره ډاکټر ته یوړل شي.

دغه‌راز، کابل ښار کې د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ کې د ماشومانو ناروغیو متخصص ډاکټر ولي‌محمد ارین هم وايي: «پر دغو ناروغيو د کال په هر فصل کې شخص اخته کېږي، خو د ژمي په موسم کې ډېرېږي؛ ځکه هوا ککړه وي، د خونو دروازې او کړکۍ تل بندې وي، زموږ ۸۰ سلنه ناروغان پر تنفسي ناروغیو اخته کسان دي چې ډیری یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او هره ورځ پر تنفسي ناروغیو اخته اووه تر اته ناروغان بستر کیږي.»

هغه تنفسي ناروغۍ ساري وبللې او ویې ویل چې د وېروسونو او بکټریاوو له امله رامنځته کیږي، ټوخی، تبه، د سر درد، د پوزې بندیدل، ریزش، د نفس تنګېدل او زړه بدوالی د یادو ناروغیو له نښو څخه دي.

د هغه په وینا، تنفسي ناروغۍ ډیری له پنځو کلونو په کم‌عمره ماشومانو کې لیدل کېږي او ډیری یادې ناروغۍ په هغه ماشومانو کې لیدل کېږي چې د بدن معافیت یې کمزوری وي، واکسین شوي نه وي، په سمه توګه تغذیه شوي نه وي او هغه ماشومان چې نورې ناروغۍ له ځان سره لري.

هغه له یادو ناروغیو د خطرونو د کمېدو لپاره د مور شېدو په وسیله د ماشوم تغذیه کول، د واکسین ورکول او حفظ الصحې مراعاتولو باندې ټینګار کړی او ویې ویل چې پر یادو ناروغیو اخته کسان حتمن باید له ماسک څخه کار واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.