Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فیروزکوه کې یو شمېر بېوزلې ښځې د مرستو غوښتنه کوي

 فیروزکوه‌ (‌پژواک،‌ ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د یو شمېر کورنیو سرپرستې ښځې چې د خپلو اولادونو اعاشې برابرولو لپاره یې سوال کولو ته مخه کړې، له حکومته او موسسو د مرستو غوښتنه کوي.

د یادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلور لسیزې جګړې د دې ترڅنګ چې د بې‌وزلۍ، فقر، بې‌کارۍ او کډوالۍ لامل شوې، میلیونونه کونډې او یتمیان یې هم پر ځای پرېښودل.

غور کې د یوې کورنۍ سرپرسته: له مجبورۍ سوالګري کوم

د غور د مرکز فیروزکوه ښار یوه اوسېدونکې ۵۲ کلنه فاطمه له بې‌وزلۍ او تنګلاسۍ شکایت کوي او وایي چې نهیلۍ او بېچاره‌ګۍ یې پر کورنۍ او ژوند سیوری غوړولی دی.

فاطمې په غریو نیولي حالت کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې وویل، د کورنۍ یوازېنی نفقه راوړونکی زوی یې څو کاله مخکې په جګړو کې له لاسه ورکړ او اوس دا په خپله د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه پیدا کوي.

هغه وایي: «له مجبورۍ سوالګري کوم، د دې لپاره چې لمسي مې ژوندي پاتې شي، له کلي تر ښاره اوږده لاره وهم څو یوه مړۍ ډوډۍ مې د زوی صغیرانو ته پیدا کړم، ژمی دی، د خوړو او د خونې ګرمولو لپاره هيڅ هم نه‌لرم، له موږ سره نه حکومت نه موسسو مرسته کړې ده.»

فاطمې وویل چې په دې ژمې کې یې په کور کې ۱۰۰ کیلوګرامه وربشې ذخیره کړې دي.

دا مور له حکومت او موسسو غواړي چې له دوی سره دې د خوړو او سون‌توکو مرسته وکړي څو لمسيان یې د یخنۍ او لوږې له خطر سره مخ نه‌شي.

خو دا یوازې فاطمه نه ده چې د خپلې کورنۍ د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي، بلکې فیروزکوه ښار کې یوه بله ۴۵ کلنه مېرمن ګل‌برګ ده چې د دغه ښار په واټونو کې سوالګري کوي.

هغه وایي، دې ژمي کې په داسې یوه کور کې خپلې شپې ورځې تېروي چې نه کړکۍ لري، نه دروازه او د نه د خونې ګرمولو لپاره کوم امکانات.

خو ګلبرګ د فاطمې خلاف په کور کې ځوان زامن لري، خو دا چې دې خپله د خپلې کورنۍ د اعاشې مسوولیت څنګه پر غاړه اخیستی داسې وویل: «دوه ځوان زامن مې روږدي شوي، بل هیڅوک نه‌لرم، زه خپله د خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ نفقه راوړونکې یم، هره ورځ په ښار کې له خلکو د پیسو غوښتنه کوم او ماښام کور ته یو څه وړم.»

ګلبرګ له اسلامي امارته غواړي چې د دې د روږدو زامنو درملنې برخه کې له دې سره مرسته وکړي او دغه‌راز له خیریه او مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کوي چې له دې او نورو اړمنو کورنیو سره د خوړو او سون‌توکو مرسته وکړي.

د پژواک خبریال په دغه ښار کې له څو نورو سوالګرو ښځو سره هم خبرې کړې چې تولو ورته شکایت درلود او د مرستو غوښته یې کوله.

د ټولنیزو چارو کارپوه: له بې‌وزلو سره مرسته د ټولو مسوولیت جوړېږي

په دغه ولایت کې یو مدني فعال حبیب‌الرحمن وحدت وایي چې له بې‌وزلانو سره مرسته او له بې‌وزلۍ سره مبارزه د ټولو دنده ده، د حکومت ترڅنګ باید خلک هم له بې‌وزلو سره مرسته وکړي.

هغه دغه‌راز وویل: «اقتصادي فقر، تېرې جګړې او دغه ‌راز او د ټولنیز ملاتړ نشتوالی د دې لامل شوي چې یو شمېر ښځې سوالګرۍ ته مخه کړي، حکومت او سوداګر باید له دغو ښځو سره مرسته وکړي او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.»

نوموړی وایي چې هر څوک دې تر خپله  وسه له بې‌وزلو او اړمنو سره مرسته وکړي.

ورته مهال، د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس په دې اړه پژواک ته وویل: «اسلامي امارت د سوالګرو لپاره نوی پلان تر لاس لاندې لري، لکه د ماشومو سوالګرو، ښځو سوالګرو او روږدو لپاره د یوه کمپ جوړېدل او دغه‌راز هغو ته د حرفیې او مهارتونو زده کول هم په نظر کې نیول شوي چې ان‌شاءالله نږدې راتلونکې به عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د غور والي مولوي حیات الله مبارک یوې ناستې کې  د دغه ولایت له مسوولینو سره د یادې ستونزې د حلولو، بې‌وزلو او فقیرو خلکو د پېژندنې په اړه خبرې کړې وې.

هغه مسوولینو او د غور ولایتې کمېټې ته سپارښتنه کړې وه چې هڅه دې وکړي څو مستحق او وړ سوالګر په نښه کړي او د هغو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.