کابل (پژواک،١٤سلواغه ٩١): د قطر لومړي وزير په المان کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول سره ليدلي دي.
د قطر دولتي خبري اژانس (قنا) د سلواغې په ١٤مه، خبر ورکړى چې د دغه هېواد لومړي وزير شيخ حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، نن د المان په مونيخ ښار کې سره کتلي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه کتنه د مونيخ په ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې ده.
په ياد راپور کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لوړپوړو چارواکو د کابل او دوحې ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او پراختيا ټينګار کړى دى.
په دې وروستيو کې په قطر کې د وسلوالو طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانيستلو په هکله خبري توندي شوي او تمه کېږي، چې په راتلونکى کې په دغه هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.
د يادونې ده چې د ٢٠١٢ زېږديز کال په لومړيو کې، په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو خبره په ډاګه شوه.
د همدغه کال په فبرورۍ مياشت کې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ لومړنۍ خبرې هم وشوې، خو وروسته دغه لړۍ وځنډېده.
په لومړي سر کې د افغانستان حکومت په قطر کې د دفتر له پرانيستلو او کېدونکو خبرو اترو سره مخالفت وښود او په غبرګونې يې خپل سفير هم له قطر څخه راوغوښت.
خو څه موده وروسته د افغانستان حکومت د قطر له دفتر سره خپل رضايت څرګند کړ، خو په ډاګه يې کړه، چې دفتر ته بايد د طالبانو دقيق او هغه کسان معرفي شي، چې د خپل مشر استازيتوب وکولى شي.









